CRI Online

د سوريې مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي له روسيې څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-22 09:22:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي شيې شياو يان د سپتمبر په شلمه او يوويشتمه نېټه له روسيې څخه ليدنه وکړه چې په دې ترڅ کې يې د روسيې د بهرنيو چارو له مرستيال وزير ميکايل بوګدانوف سره ليدنه وکړه او د منځني ختيځ په باب د روسيې له اړوندو کارپوهانو سره يې د نظريو تبادلې وکړې. دواړو خواوو د سوريې حالاتو د پرمختګ او د سوريې مسئلې د سياسي حل و فصل د هڅونې په هکله سلا مشورې وکړې.

په دې وروستيو کې، د سوريې حالات بدل شوي دي، اړوندو خواوو د شخړو د کمولو د څلورو سيمو په باب موافقې ته رسېدلي، د اوربند حالت په عمده ډول ساتل کيږي. د دې تر څنګ، داعش په سوريه د پر له پسې ناکاميو په حال کې دی. د سوريې سياسي بهير هم لږ څخه پرمختګ کړی دی. سوريه د اوسني بحران د سياسي حل په لاره کې ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای