CRI Online

وانګ ايي د ٧٢مې عمومي اسامبلې په عادي مباحثوي غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-22 16:06:55

د سپتمبر په ٢١مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د ٧٢مې عمومي اسامبلې په عادي مباحثوي غونډه کې ګډون وکړ او د هر تن له خوا له سولې او پرمختګ څخه د ګټې اخيستلو تر عنوان لاندې يې وينا وکړه.هغه په خپله وينا کې د اوسنيو نړيوالو حالاتو،سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله د چين دريځ بيان کړ او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره د چين د هڅو او کوښښونو په باب يې معلومات وړاندې کړل او هغه اراده يې ټينګه کړې چې چين غواړي د م م له غړو هېوادونو سره يو ځای د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د پرمختګ او سمسورتيا پرمخبيولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

وزير وانګ ايي په خپلو خبرو کې له اوږدې مودې راهيسې د سولې او پرمختګ لپاره د م م د ليدو وړ خدمتونه ياد کړي او په نوې موده کې د م م د اصلاحاتو او پرمختګ په هکله يې خپل وړانديز کړی دی.هغه وويل(اواز........) له سولې او پرمختګ څخه د هر تن د ګټې اخيستنې لپاره د م م روحيه بايد دوام ولري او د م م کارونه بايد بيا تنظيم شي. م م بايد نړيوال سوله ساتونکی وي چې د منشور کليدي موخه يې د سولې او امنيت ساتنه ده چې دا هم د م م لومړۍ دنده ده. م م بايد د هېوادونو ترمنځ د نيک ګاونډيتوب د رامنځته کېدو او د ګډ او دواملرونکي امنيت د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي.د امنيت شورا پنځه دايمی غړی هېوادونه بايد نمونوی رول ولوبوي او يو له بل سره دې مقابله ونه کړي ،يو د بل درناوی دې وکړي او د ګډې همکارۍ له لارې دې ګډ برياليتوب تر لاسه کړي.

وانګ ايي وويل چې په اوسنۍ نړۍ کې نړيوال جوړښت او ځواکونه بدل شوي ،عنعنوي او غير عنعنوی ګواښونه د پاملرنې وړ دي،نړيوال پرمختګ کمزوری شوی او له نړيوال کېدو سره مخالفت ډېريږي. نو د دايمي سولې او دواملرونکي پرمختګ پر وړاندې د انسانانو ننګونې بې ساري دي.خو چين د راتلونکي نړيوالې سولې او پرمختګ په هکله وړانديز وکړ. هغه وويل(اواز..........) دوه کاله دمخه په همدي ډګر کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د همکارۍ او ګډ برياليتوب په مرکزيت نوی ډول نړيوالې اړيکې او د انساني برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي چې دا د م م د منشور او د بېلا بېلو غړو هېوادونو له هيلو سره سمون لري.نړيواله ټولنه له دې وړانديز څخه ملاتړ کوي او زموږ د ګډې موخې په توګه يې ګڼي .

د چين د پرمختګ په هکله وانګ ايي وويل چې تېر پنځه کلونه د چين د پرمختيايي بهير لپاره عادي نه دي.ځکه چې د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې تر لارښوونې لاندې چين په بېلا بېلو چارو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړي او د ځانګړي سوسياليزم په نوی پرمختيايي پړاو کې داخل شوی دی.هغه وويل(اواز..........)چين چې نفوس يې يو مليارډ او درې سوه مليونه تنه دي ،د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره ثابت بنسټ بلل کيږي او په اوږده موده کې يې ثابت حالت ساتلی چې دا د نړيوالو سوله ييزو چارو لپاره ستر خدمت دی .چين هغه خاصه نه لري چې پر نورو هېوادونو يرغل نه کړي ، او هغه ريکارډ هم نه لري چې د نورو هېوادونو خاوره يې نيولې وې.رئيس شي جين پينګ په سوګند خوړلو سره داسې ويلي چې هر څنګه چې چين په کوم پرمختيايي پړاو کې وي، چين هېڅکله خاپوړی ونه کړي او نورو هېوادونو ته به خپل ځواک پراخ نه کړي.د م م په امنيت شورا کې به چين تل د سولې ساتلو لپاره رايه ور کوي.د روان کال په می کې د يوه کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې د نړيوالې همکارۍ په لوړ پوړي فورم کې دوه سوه اويا مادې همکاريزې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي.مونږ به د دې وړانديزد غوره کولو په رڼا کې د نړيوالې سولې او پرمختګ د پرمخبيولو لپاره نوی موډل برابر کړو او تر ٢٠٣٠کاله پورې به د دواملرونکي پرمختيايي موخې د تر سره کولو لپاره به خوځنده ځواک زيات کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای