د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفات وزارت د سپتمبر په ۲۱مه نېټه وويل چې د روانې اونې په پيل کې په سوريه کې د امريکا او روسيې د ځمکني پوځونو د قومندانو تر منځ په کتنه کې پر داعش د بريدونو په وخت کې د دواړو پوځونو تر منځ د ناڅاپي جګړو د مخنيوي په هکله بحث شوی دی.
د امريکايي پوځ په مشرۍ د څو هېوادونو د ائتلاف وياند ريان ديلون په همدې ورځ په بعداد کې وويل چې دا په سوريه کې د امريکا او روسي د ځمکني پوځونو د جګ پوړو قومندانو تر منځ لوموی ملاقات دي.
ديلون وويل چې دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې بايد د فعاليتونو په هکله اړوند مالومات شريک کړي تر څو د ناڅاپي حالت مخه ونيسي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |