د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ملي راډيود سپتمبر د ۲۲مې نېټې په شپه د خرم شهر په نامه د نوي بالستيک توغندي د توغولو په باب ويډيو خپره کړه. دغه توغندی په همدې ورځ د دغه هېواد په رسم ګذشت کې د لومړي ځل لپاره د خلکو مخ ته ښکاره شو. خو د دغه توغندي د توغولو وخت، ځای او کاري واټن يې نه دی په ډاګه کړی.
د ايران رسمي نيوز ټلويزيون په همدې ورځ د رسم ګذشت له پای ته رسېدو نه وروسته د ايران د اسلامي ګارډ د جنرال امير علي حاجيزاده له قول خبر ورکړ چې د دغه توغندي کاري واټن ۲۰۰۰کيلومتره دی او له ځان سره زياتې ګولۍ وړلی شي. دغه توغندی به ژر ځای پر ځای شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |