CRI Online

د امريکا او جنوبي کوريا مشرانو په سوله ييزه توګه د شمالي کوريا د ذروي مسئلې د حل غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-23 15:25:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا سپينې ماڼۍ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جنوبي کوريا ولسمشر مون جاين ترمنځ د خبرو اترو لنډيز خپور کړ چې دغه خبرې اترې د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه په نيويارک کې د شمالي کوريا د ذروي مسئلې په اړه تر سره شوې .دواړو هېوادونو له شمالي کوريا څخه غوښتنه کړې چې په سوله ييزه توګه ذروي مسئله حل کړي او له ذروي وسلو څخه لاس واخلي.

دواړو خواوو پر دې هم ټينګار کړی چې په هراړخيزه توګه د م م د امنيت شورا د ۲۳۷۱ او ۲۳۷۵ نمبر پرېکړه ليکونه بايد پلي کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای