د سين هوا اژانس د خبر له مخې،له پاکستان سره د چين لومړۍ مرستندويه طبي ډله د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د پاکستان ګوادار بندر ته ورسېده چې په دې ډله کې ۱۰ طبي کارکوونکي به په پاکستان کې د ۲ کلونو لپاره کار وکړي او سيمه ييزو وګړو ته به طبي خدمتونه برابر کړي.
ياده ډله د چين د روغتيا او کورني پلان کميټې او د سره صليب د چيني ټولنې له خوا جوړه شوې چې د چين د فو دان پوهنتون په اړه د هوا شان روغتون،د بېجينګ د سره صليب ټولنې د ژغورنې مرکز د طبي کارکوونکو او د چين د سره صليب ټولنې د کارکوونکو په ګډون ۱۲ تنه په کې شامل دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |