د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د عراق د کرد خپلواکې سيمې ټولپوښتنه چې په راتلونکي کې ډېر ژر به تر سره شي،سخته نتيجه به ورسوي.
د ترکيې د ملي امنيت شورا په همدې ورځ يوه غونډه تر سره کړه چې ولسمشر رجب طيب اردوغان د دې غونډې مشري وکړه او صدراعظم بېلاني ايلديريم او لوی درستيز حلوسي اکر په کې ګډون درلود.د ترکيې ولسمشر ماڼۍ تر غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د عراق د کرد خپلواکې سيمې ټولپوښتنه ناقانونه او د منلو وړ نه ده ځکه دا ټولپوښتنه به د ترکيې امنيت ته ګواښ ورسوي او پر سيمه ييزې سولې او ثبات به ناوړه اغېزه وکړي او د عراق د خاورې بشپړتيا ته به هم زيان ورسوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |