CRI Online

د ترکيې پارلمان پريکړه کړې چې په عراق او سوريه کې د دغه هېواد د نړيوالو نظامي عملياتو ټاکلي وخت يو کال نور هم وغځوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-24 15:36:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې پارلمان د سپتمبر په ۲۳مه نېټه يوه مسوده تصويب کړه چې له مخې به يې په عراق او سوريه کې د ترکيې د نړي،الو نظامي عملياتو ټاکلي وخت نور يو کال نور هم وغځوي.

دغه مسوده د واکمن ګوند يعنې د عدالت او انکشاف ګوند لخوا وړاندې شوه او په همدې ورځ دغه مسوده د ترکيې په پارلمان کې تصويب شوه.

مخکې تردې، د يادو عملياتو ټاکلي وخت د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر له ۲مې نېټې څخه د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې پورې و. د څيړونکو په اند، دا د عراق د کرد خپلواکې سيمې کې د راتلونکي ټولپوښتنې ضد د مبارزې په هکله د ترکيې تدبير دی او موخه يې دا ده چې د راتلونکو نړيوالو نظامي عملياتو لپاره زمينه برابره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای