د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د عراق خبري رسنيو د سپتمبر په ۲۳مه نېټه خبر ورکړ چې په دې وروستيو ورځو کې د عراق په شمال کيرکوک او لوېديځ الانبار ولايتونو کې حکومتي ځواکونو د داعش تر کنټرول لاندې وروستۍ ۲ سيمې ونيولې.
په کيرکوک ولايت کې د عراق پوځي عمليات د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه پيل شوي.قوماندان عبدل امير يارالله په ۲۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د څو ورځو سختو جګړو وروسته د عراق حکومتي ځواکونو د هواجي سيمې ۱۰۰ کلي نيولي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |