CRI Online

د عراق د کرد خپلواکې سيمې حکومت:په ټاکلي وخت به ټولپوښتنه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-24 16:36:34

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د عراق د کرد خپلواکې سيمې حکومت د سپتمبر په ۲۳مه نېټه ټولپوښتنې د ځنډېدو په اړه خبر رد کړ او پر دې يې ټينګار کړی چې ټولپوښتنه به د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه تر سره شي.

د روان کال په جون کې د عراق د کرد خپلواکې سيمې اعلان وکړ چې د سپتمبر په ۲۵مه نېټه به د دې سيمې د خپلواکې په اړه ټولپوښتنه تر سره شي.د عراق مرکزي حکومت،ترکيې او ايران له دې سره ټينګ مخالفت کړی.د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د کرد خپلواکې سيمې پارلمان په رسمي توګه د رايې ورکولو له لارې ټولپوښتنې ته منظوري ورکړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای