CRI Online

د ايران د دفاع وزير:په پر له پسې توګه به د هېواد دفاعي ځواک د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړو

cri     (GMT+08:00) 2017-09-24 16:38:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايران د دفاع وزير امير حاتمي د سپتمبر په ۲۳مه نېټه وويل چې که د يو شمېر هېوادونو له لوري مونږ ته ګواښ وي،نو ايران به پر له پسې توګه د دفاعي ځواک د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.

حاتمي په همدې ورځ د ايران د تازه توغول شوي د بالستيک توغندی په اړه وويل چې د خرمشهر په نوم توغندی ستراتيژيکه وسيله ده او د توغولو واټن يې لېرې دی او د دوښمن له هوايي دفاعي سيستم څخه د تېرېدو توان لري او په دقيقه توګه خپلې موخې په نښه کولی شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای