د المان خبري رسنيو د سپتمبر د ۲۴مې نيټې په ماښام د څو څانګو د رايو د ابتدائي شميرنې په قول خبر ورکړ چې د المان د صدراعظمې انګيلا ميرکيل په مشرۍ د CSU او CDU ګوند په همدې ورځ د المان د فدرالي پارلمان په ټاکنو کې تر ټولو زياتې رايې تر لاسه کړې.
د المان د ټلويزيون د خبر له مخې د CSU او CDU ګوندپه سلو کې ۳۲اعشاريه ۹ سلنه او ټولنيز ديمکراتيک ګوند ۲۰اعشاريه ۸ سلنه رايې تر لاسه کړې چې په جلا جلا توګه لومړی او دويم ځايونه نيسي.
د شميرنې له مخې که څه هم دغه دواړه ګوندونه لومړی او دويم لوی ګوندونه دي، خو د تېر ځل د ټاکنو په پرتله يې کمې رايې ګټلې.
انګيلا ميرکيل له ټاکنو وروسته وويل چې د CSU او CDU ګوند خپله ستراتيژيکه موخه عملي کړې، خو فکر يې کړی چې د ټاکنې نتيجه به نوره هم ښه وي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |