CRI Online

 دعراق د کردانو مشر ریفرندوم تائید کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-25 09:49:57

د سین هوا اژانس دخبر له مخې د عراق د کردانو مشر مصود برظانی د روانې میاشتې په ۲۴ نیټه دا تائید کړه چې د ډیرو مخالفتونو سره سره به د روانې میاشتې په ۲۵ نیټه په کردي سیمه کې د خپلواکۍ ریفرندوم ترسره شي. برظاني په همدې ورځ د کردي سیمې په مرکز یربیل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې موږ د خپلواکۍ ریفرندوم پریکړه کړې ده نو په هره بیه به یې عملي کړو. هغه زیاته کړه چې اټکل شوی چې دغه ریفرندوم به له ډیرو مخالفتونو سره مخامخ شي خو دوی به شا ته ونه ګرځي. هغه پر دې ټینګار وکړ چې ریفرندوم به د کردي سیمې او عراق ترمنځ سرحدات ونه ټاکي او کردي سیمه غواړي له ریفرندوم وروسته د عراق له مرکزي حکومت سره دیالوګ ته دوام ورکړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای