CRI Online

د لان څانګ سیند او مۍ ګونګ سیند کلتوري فورم په نینګ بو ښار کې جوړ شو

cri     (GMT+08:00) 2017-09-25 11:03:58
د لان څانګ سیند او مۍ ګونګ سیند کلتوري فورم په نینګ بو ښار کې جوړ شو

د لان څانګ سیند او مۍ ګونګ سیند کلتوري فورم د روانې میاشتې په ۲۴ نیټه د چین د جه جیانګ ولایت به نینګ بو ښار کې جوړ شو چې د ۱۵ مې دورې آسیایي کلتوري فیستوال یوه برخه هم ده.

د چین د کلتور وزیر لو شو ګانګ ، د تایلنډ د صدراعظم مرستیال تاناساک پاتیماپراګونګ او د کلتور وزیر، د لاوس د اطلاعاتو ، کلتور او سیلاني وزیر، د کمبودیا د کلتور او هنر وزارت دولتي سکرټر، د میانمار د مذهبي او کلتوري چارو وزارت د دایمي سکرټر مرسیتال او د ویتنام د کلتور، ورزش او سیلاني وزارت مرستیال په دغه فورم کې ګډون او په جلا جلا توګه یې ویناوې وکړې.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای