د فلپین د پوځ ویاند د روانې میاشتې په ۲۴ نیټه وویل چې سمندري پوځ په همدې ورځ له لوزون څخه د لویدیځ په سمندر کې د ویتنام یوه کب نیونکې بیړۍ ونیوله چې په نتیجه کې یې د ویتنام دوه کب نیونکي مړه او ۵ تنه نور نیول شوي دي. د فلپین د سمندري پوځ ویاند وویل چې د فلپین سمندري پوځ ګزموي بیړۍ په همدې ورځ د پنګاسینان ولایت څخه د لویديځ سمندر په ۳۰ میله کې د ویتنام یوه کب نیونکې بیړۍ پیدا کړه چې په غیرقانوني توګه یې کبان نیول.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |