د ایران د ملي امنیت عالي شورا د روانې میاشتې په ۲۴ نیټه اعلان وکړ چې د ایران او د عراق د کردي سیمې ترمنځ د الوتکو تګ راتګ منع کړي. د ایران حکومتي تلویزیون د یادې شورا د ویاند له قوله خبر ورکړ چې په همدې ورځ د ملي امنیت شورا په عالي شورا کې پریکړه شوې چې د عراق د حکومت په غوښتنه د ایران هوايي قلمرو ته د عراق د کردي سیمې د الوتکو ننوتنه منع او له ایران څخه یادې سیمې ته ټولې الوتنې لغوه کړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |