CRI Online

چین: په سوریه کې د خوندي سیمې جوړول باید د سوریې حاکمیت ته په درناوی ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-25 14:35:18
چین: په سوریه کې د خوندي سیمې جوړول باید د سوریې حاکمیت ته په درناوی ترسره شي

د سوریې مسئلې په اړه د چین د حکومت استازي شیې شیاو یان چې اوس مصر ته سفر کوي، د روانې میاشتې په ۲۴ نیټه وویل چې په سوریه کې د شخړو د ټیټولو لپاره د خوندي سیمې جوړول باید د دغه هیواد حاکمیت ته په درناوی ترسره شي او باید په دې هیواد کې د بیلتون مخه ونیول شي. په عین وخت کې باید په مداومه توګه د تروریستي ډلو ځپنه دوام پیدا کړي . نوموړي په همدې ورځ په قاهره کې د چین او مصر له خبري رسنیو سره د مرکې په ترڅ کې وویل چې په دې وروستۍ موده کې لومړی د ژنیو او استانا پروسې مهم پرمختګ کړی دی او په سوریه کې ۴ خوندي سیمې جوړې شوي دي. دوهم، د ترهګرۍ پرضد جنګي ډګر کې مثبت پرمختګ هم ترسره شوی دی. درېیم ځینو هیوادونو د سوریې د راتلونکي د ترتیباتو په اړه خپل دریځ هم نرم کړی دی چې سیاسي پروسه یې له نوي فرصت سره مخامخ ده.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای