د روسیې د دفاع وزارت د روانې میاشتې په ۲۴ نیټه دا تائید کړه چې د روسیې یو تورن جنرال د سوریې د ديرالزور ښار په شاوخوا کې د داعش د وسله والو کسانو د برید له امله ووژل شو. د نننۍ روسیې خبري اژانس په همدې ورځ د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړ چې تورن جنرال اسابوف په سوریه کې د روسیې د پوځي مرستندویه ګروپ لوړپوړی قوماندان دی. د برید د پیښیدو پر مهال هغه د دیرالزور ښار په شاوخوا کې د سوریې د حکومتي پوځ په یوه قوماندانۍ کې د ځايي پوځي عملیاتو لارښوونه کوله.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |