CRI Online

د هند کارپوه: د چين او هند تر منځ اړيکې بايد د راتلونکې په لور پرمختګ ومومي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-25 16:13:22

د چين د کمونېست ګوند له اتلسمې عمومي غونډې څخه راپدې خوا د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ مرکزي حکومت يو لړ د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړيدي. د پنځو کلونو راهيسي په چين کې اقتصاد په دواملرونکې او سالمه توګه پرمختګ کړی، د خلکو د ژوند سويې لوړې شوې، د سرچينو سپمونکې او د چاپيريال ساتونکې ټولنې د ابادۍ په برخه کې لاس ته راوړنې تر لاسه شوې چې د چين خيال د ريښتني کولو په بهير کې قوي اخيستل شوي دي. د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز او د بريکس هېوادونو په شمول د څو اړخيزې همکارۍ ميکانيزم د بشپړتيا سره سره د چين نړيوالې اغيزې لوړ مقام ته رسيدلی دی. په دې وروستيو ورځو کې د هند د نيهرو پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوهنځي پروفيسر سواران سينګ د چين د دپلوماتيکو چارو او د چين او هند تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو په هکله وويل په دپلوماتيکو چارو کې به د چين اغيزې لا نورې پياوړې شي او د يو کمربند او يوې لارې پلان د نړۍ د پرمختګ نوې قوې ګرځيدلې، چين او هند بايد راتلونکې ته په ليدو سره د سيمه ايز او نړيوال پرمختګ لپاره لا زيات خدمتونه وکړي. پروفيسر سينګ وويل (اواز)

چين به په سيمه ايزو او نړيوالو چارو کې لا مهم رول ولوبوي. که څه هم چين لا هم له ځينو مسئلو سره مخامخ دي، خو يقين دی چې په نړۍ کې د چين اغيزې به ګام په ګام پياوړې شي.

پروفيسر سينګ د يو کمربند او يوې لارې د پلان ډېره ستاينه کوي او دا نظر يې څرګنده کړه چې دغه پلان په تېرو دېرشو کلونو کې د چين د پرمختګونو د تجربو له راغونډولو وروسته نړۍته خپريږي چې د اخيستلو وړ اهميت لري. هغه وويل (اواز)

چين د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې د کولتوري، خدمتونو او سوداګرۍ په برخو کې نړۍ سره ونښلوي او په دې هکله به چين د نړۍ مرکز وګرځي.

چين او هند دوه ګاونډي هېوادونه دي اود خپلمنځي تګ راتګ تاريخ يې عنعنوي دی، خو يو د بل سره د تفاهم اندازه دې لوړه شي. پروفيسر سينګ وويل دا عادی ده چې د سيمه يزو لويو هېوادونو په هکله چين او هند په خپل پرمختګ کې يو له بل سره توپيرونه لري، خو د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ په وروستې کتنه کې ګډې نظريې تر لاسه شوې دي چې چين او هند بايد خپلمنځي دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي او په ګډه د سيمه ايز او نړيوال پرمختګ لپاره لا زيات خدمتونه تر سره کړي. (اواز)

لږه موده مخکې د چين په شيا مون ښار کې د بريکس هېوادونو د سرمشريزې غونډې په موده کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره ملاقات وکړ چې دواړو مشرانو د چين او هند تر منځ د اړيکو د پرمختګ په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړې، له مخې يې د چين او هند تر منځ اړيکې بايد راتلونکې ته په ليدو سره د لويو هېوادونو دندې پر غاړه واخلي او د سرحدي سيمو په اړوند کوچني توپيرونه به د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ته سختې منفي اغيزې ونه رسوي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بريسک هېوادونو په تازه پاي ته رسيدونکې غونډه کې د بريکس د ميکانيزم په هکله وويل چې بايد په مساواتو کې ګډ ژوند وشي، د اختلافونو په موجوديت کې د ګډې ټکې ولټول شي، په واقعي توګه نوښت وشي، د همکارۍ له لارې ګډې ګټې تر لاسه شي، د نړۍ له لحاظه زغم وساتل شي او د ځان په ټينګولو سره نورو ته ګټې ورسول شي. دغه جمله نه يوازي د بريکس هېوادونو د راتلونکو لسو کلونو د پرمختګ لپاره لور روښانه کړی، بلکې د لوي ځانګړي هېواد په توګه د چين د دپلوماتيکو چارو عمومي نظريې دې، د دواړو پرمختيايي هېوادونو په حيث چين او هند به د دغې روحيې په لارښوونې سره د ګډو ګټو په تر لاسه کولو سره ګډ پرمختګ ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای