CRI Online

د عراق د کرد خپلواکې سيمې کې د خپلواکۍټولپوښتنه پيل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-25 17:32:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د کرد خپلواکې سيمې کې د خپلواکي ټولپوښتنه د سپتمبر په ۲۵مه نېټه پيل شوه او د ريګرۍ مرکزونه د همدې ورځې د سهار په اتو بجو د خلکو پر مخ پرانيستل شول.

د پلان له مخې، نه يوازې د دغې خپلوالې سيمې تر کنترول لاندې ايربليل، سوليمانياه او دوهوک، بلکې هغه سيمې هم په دغې ټولپوښتنې کې ګډون کوي، کوم چې د کردانو تر کنترول لاندې دي او د عراق له مرکزي حکومت سره لانجه لري.

د دغې ټولپوښتنې لوړ پوړې کميټې پريکړه کړې چې د رايه ورکولو وخت د همدې ورځ د سهار له اتو بجو څخه د مازديګرتر شپږو بجو پورې دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای