د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د سوداګرۍ له وزير ويلبور روز سره وکتل.
لي که چيانګ وويل چې اوس په بېلا بېلو ساحو کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په ښه توګه پرمختګ کوي.رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلې په بريالۍ توګه خبرې اترې وکړې چې د دواړو هېوادونو لوړپوي تګ راتګ په پر له پسې توګه پياوړی شوی دی.
روز وويل چې د امريکا او چين ترمنځ اړيکې ورځ په ورځ نژدې کېږي.امريکا هرکلی کوي چې د چين د ورخلاص بهير چټک شي او غواړي په واقعي توګه له چين سره د نظريو تبادله پياوړې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |