CRI Online

د م م د ۷۲مې اسامبلۍ عادي مباحثوی غونډه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2017-09-26 09:43:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۲مې اسامبلۍ عادي مباحثوی غونډه د سپتمبر په ۲۵مه نيټه په نيويارک کې پای ته ورسېده. ګډون کوونکو د څواړخيزې نظريې د پياوړتيا، د دوامدار پرمختګ لايحې د تطبيق او د ترهګرۍ ضد د مبارزې په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله خپل نظر څرګند کړ.

د م م د ۷۲مې اسامبلۍ رئيس ميروسلو لاچک د دې مباحثوی غونډې د پای په مراسمو کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې بايد وګړيو ته لومړيتوب ورکړي. هغه به په عمده توګه د شخړو مخنيوی، د بشري حقوقو ساتنې او د دوامدار پرمختګ د تطبيق لپاره کوښښونه وکړي.

ياده غونډه د سپتمبر له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې روانه وه او د ۱۹۶ هېوادونو مشرانو او استازو پکې ګډوه کړی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای