د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د پوځونو عمومي درستيز رياست د سپتمبر په ۲۵مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ترکيه او عراق به د سپتمبر په ۲۶مه نيټه د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمه کې ګډ پوځي تمرين پيل کړي. دغه تمرين به د ترکيې د سرنک ايالت په سلوپی سيمه کې ترسره شي او په تمرين کې د عراق ګډون کوونکي پوځونه په ۲۵مه نيټه ترکيې ته رسيدلي دي.
د عامو افکارو په اند، دغه ګډ پوځي تمرين د عراق د کرديانو خپلواکې سيمې د جلا کېدو د ټولپوښتنې په وړاندې د ترکيې او عراق د حکومتونو لخوا غوره شوی ګډ تدبير دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |