CRI Online

د فلسطين حکومت به په راتلونکې اونۍ کې د غزې سيمې د ادارې حق تر لاسه کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-26 10:51:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين حکومت وياند يوسف محمد د سپتمبر په ۲۵مه نيټه په رام الله کې وويل، د فلسطين حکومت به د راتلونکي اکتوبر په درېيمه نېټه په غزه کې د حکومت اونيزه غونډه ترسره کړي. له دې څخه ښکاري چې د فلسطين حکومت به د غزې د ادارې حق بيا تر لاسه کړي.

حماس ډلې د سپتمبر په ۱۷مه نيټه د غزې سيمې د ادارې حق لرونکې اجرائيوي کميټې د لغوه کېدو اعلان وکړ او موافقه يې کړې چې د فلسطين حکومت د غزې د ادارې حق تر لاسه کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای