د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د سپتمبر په ۲۵مه نيټه وويل امريکا شمالي کوريا ته د جنګ اعلان نه دی کړی. د سپينې ماڼۍ وياند سراح سندريس په همدې ورځ يوه خبري ناسته کې وويل امريکا د شمالي کوريا د ذروي مسئلې د سوله ييز حل لپاره په دوامداره توګه کوښښونه کړي او کوي يې. اوس امريکا د اقتصادي بنديزونو او ډيپلوماتيکو فشارونو له لارې دغې موخې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.
د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزير لي يونګ هو په همدې ورځ په نيوريارک کې يوه خبري ناسته کې وويل، ګرده نړۍ بايد دا ياد ولري چې امريکا لومړی شمالي کوريا ته د جنګ اعلان کړی، نو شمالي کوريا د مقابلې حق لري مثلا د امريکا جنګي الوتکې وغورځوي.
د سپتمبر په ۲۳مه نيټه د امريکا څو جنګي الوتکې د شمالي کوريا او جنوبی کوريا ترمنځ د ناپوځي سيمې شمالي قطب ته رسېدلې. د امريکا د دفاع وزارت وياندې دانا هوايت وويل، له دې الوتنې څخه ښکاري چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوريا د ګواښ په وړاندې ډېر پوځي انتخابات لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |