د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شاهين شپږ په نوم د چين او پاکستان د هوايي پوځونو د ګډ تمرين پای مراسم د سپتمبر په ۲۵ نېټه د شينجيانګ په يو هوايي ډګر کې تر سره شول. دا لومړی ځل دی چې د دغه تمرين دروازه رسنيو ته خلاصه شوه.
د سپتمبر له ۷مې نېټې څخه دغه ګډ تمرين د چين په شمال لوېديځ د هوايي پوځ په يوه اډه کې پرانيستل شو. په تقريباً ۲۰ ورځو کې د هوايي جګړې، له نژدې نه د ملاتړ لرونکې مقابلې، له فضا څخه پر ځمکې باندې د بريد،د سور او شين سيستمونو ترمنځ د مقابلې په اړه په څلورو برخو کې بېلابېلې جنګي الوتکې د ۵۰۰ ځلو لپاره الوتنې کړې، په ټول بهير کې مقادمتي تمرينونو تر سره شوي چې د دواړو هېوادونو د هوايي پوځونو د عملياتو توان معاينه کړی او لوړ يې کړی دی.
د لوېديځې جنګي سيمې د هوايي پوځ قوماندان جان هو شون او د پاکستان جنوبي هوايي پوځ قوماندان حسيب پېراچا په مراسمو کې ګډون وکړ.جان هو شون وويل چې ترهګر د نړۍ ګډ دښمنان دي.د ګډ تمرين د واقعي جنګ په اړه ډېر موضوعات، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر ضد ګډ تمرين د ترهګرۍ په وړاندې ګواښ دی او د چين او پاکستان دولتي امنيت به وساتي او همدا رنګه به خلکو ته خوشحالي ورکړې.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |