CRI Online

له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو په هکله د څلورم پړاو خبرې اترې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-09-26 15:18:01

له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو په هکله د دې هېواد او اروپايي ټولنې ترمنځ د څلورم پړاو خبرې اترې د سپتمبر د ٢٥مې نيټې په ماسپښين په بروکسيل کې تر سره شوې.له دې امله چې د کليدي مسئلو په هکله د دواړو خواوو ترمنځ توپيرونه ډېر دي ، نو د دغو خبرو اترو په تېرو څلورو پړاونو کې هېڅ پرمختګ نه دی موندل شوی .خو د دې خبرو اترو د وخت په کمښت سره سره په دې وروستيو ورځو د بريټانيا صدراعظمې تريسا مې د خبرو اترو د ځينو کليدي موضوعاتو په هکله خپل دريځ بيان کړ او هيله يې وښودله چې له اروپايي ټولنې سره د دې خبرو اترو په څلورم پړاو کې پرمختګ ومومي.خو راتلونکی به يې خوشبين نه وي.

له دود سره سم د يادو خبرو اترو په هکله د اروپايي ټولنې د لومړۍ کچې استازي ميچل بارنير او له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو چارو په هکله د دې هېواد وزير داويس د دغو خبرو اترو له څلورم پړاو نه مخکې په ګډه سره يوه لنډه اعلاميه خپره کړه.بانير د صدراعظمې تريسا مې د وروستيو خبرو د يادونې په ترڅ کې داسې ويلي چې د هغې له خبرو څخه ارزښتناکه روحيه ښکاري، او هيله يې ښودلې چې بريټانيا په دې خبرو اترو کې دغه روحيه عملی کړي. هغه وويل(اواز............) اروپايي ټولنه غواړي چې هغه معلومات تر لاسه کړي چې بريټانوي حکومت څنګه د صدراعظمې تريسا مې دغه خبرې د بريټانيا په دريځ بدلې کړي چې دا په روانه اونۍ او راتلونکو څو مياشتو کې د خبرو اترو د پرمختګ د تر لاسه کولو لپاره ډېره مهمه ده.

د بريټانيا صدراعظمې تريسا مې د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه د ايټاليې په فرنزا کې په خپله وينا کې ياد دريځ بيان کړ او د لومړي ځل لپاره يې وړانديز وکړ چې د ٢٠١٩ کال په مارچ مياشت کې به بريټانيا له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا تر وتلو وروسته دوه کلنه لنډمهالي موده پيل کړي کوم چې اروپايي ټولنې ته د غړيتوب پيسو ور کولو له لارې په دوامداره توګه د دې ټولنې په بازار او د ګمرکاتي مالياتو په ټولنه کې پاتی شي او د دې ټولنې له غړو هېوادونو سره ازاده سوداګري وکړي.په بريټانيا کې د اروپايي ټولنې د اتباعو د حقونو د تامينولو په هکله هغې د لومړي ځل لپاره هم وويل چې د اروپايي ټولنې اتباع لاهم په بريټانيا کې ژوند او کار کولی شي، خو تر دې مخکې بايد په نوي سيستم کې خپل نومونه ثبت کړي.که څه هم د عامه افکارو په دی اند دي چې صدراعظمې تريسا مې د خبرو اترو د رکود د ماتولو لپاره په خپل دريځ کې نرمۍ رامنځته کړې ،خو اروپايي ټولنې د هغې د خبرو په هکله محتاطه رويه څرګنده کړه.بانير په همدې ورځ د دې خبرو اترو له څلورم پړاو نه مخکې د دغو خبرو اترو په هکله د اروپايي ټولنې شورا په اړونده غونډه کې ګډون وکړ او تر هغه وروسته يې وويل چې د لنډمهالي مودې په هکله وړانديز د بريټانيا له خوا وړاندې شوی نه زمونږ له خوا .اروپايي ټولنه بايد د دې مودې د ټاکلو په هکله پرېکړه وکړي چې ايا دا زموږ له ګټو سره سمون خوري او که نه.

بانير پر دې ټينګار وکړ چې له هغه راهيسې چې د روان کال د مارچ په ٢٩مه نېټه بريټانيا په رسمي توګه د ليسبون تړون پنځوسمه ماده عملی کړې، دغو خبرو اترو د شپږو مياشتو لپاره دوام درلود.دواړه خواوې يوازې له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو فيس ،د اتباعو حقونو او د ايرلنډ د سرحداتو په شمول دريو برخو کې پرمختګ وکړي،نو د راتلونکو سوداګريزو اړيکو په هکله خبرې اترې به پيل کړي.هغه وويل(اواز...............)خپل ځان ته ملتفت کولو ته اړتيا نه لرو.دغه خبرو اترو د شپږو مياشتو لپاره دوام درلود او اوس له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو وخت به ژر راورسيږي.زما په اند يو روښانه وخت بايد را ورسيږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای