CRI Online

د چین استازي په امنیت شورا کې د افغانستان مسئلې په اړه د چین دریځ بیان کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-26 16:24:20
د چین استازي په امنیت شورا کې د افغانستان مسئلې په اړه د چین دریځ بیان کړ

په م م کې د چین د دایمي استازي مرستیال وو های تاو د روانې میاشتې په ۲۵ نیټه په امنیت شورا کې د افغانستان مسئلې په اړه غونډه کې د چین دریځ بیان کړ. هغه وویل چې د افغانستان سوله او ثبات نه یوازی د افغانانو له ګټو سره بلکې د سیمې له امنیت، ثبات پرمختګ او سمسورتیا سره تړاو هم لري. چین د هیواد د ثبات ، د ملي جوړجاري د هڅولو او اقتصاد پرمخ بیولو په برخه کې د افغان حکومت د هلو ځلو قدرداني کوي او د افغانستان د مسئلې په اړه د اړوندو ګاونډیو هیوادونو او د سیمو نورو هیوادونو رول ته په درنه سترګه ګوري. په عین وخت کې افغانستان د سیاست اقتصاد او امنیت په برخو کې لاهم له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی نو نړیواله ټولنه باید په دې برخو کې د افغانستان ټینګ ملاتړ وکړي. هغه وویل چې سیاسي دیالوګ د افغانستان مسئلې د حل لپاره یوازنی لار ده. یوه موده مخکې د چین خارجه وزیر وانګ یي افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل . دریو خواوو موافقه کړي چې د دریو هیوادونو د خارجه وزیرانو د دیالوګ میکانیزم به جوړ کړي، د افغانستان پاکستان چین او امریکا ترمنځ د همغږي لپاره به څلوراړخیز ګروپ بیا جوړ کړي، او د شانګهای د همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ګروپ به هم جوړ کړي. دغه راز افغانستان او پاکستان موافقه کړی چې د بحران د کتنرول لپاره به دوه اړخیز میکانیزم جوړ کړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای