CRI Online

شي جين پينګ د سزاي پوليسو نړيوال سازمان د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګدون وکړ او د بشريت د برخليک ټولنې پر ابادۍ يې ټينګار وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-26 17:52:34

د سزاي پوليسو نړيوال سازمان کلنۍ غونده د سپتمبر په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه. نوموړي له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د بشريت د برخليک ټولنې د ابادولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي او د قوانينو د اجرا کولو او د امنيت د ساتلو په برخو کې د نړيوالو همکاريو په اړه يې څلور فقيره ييز وړانديزونه وکړل.

د سزاي پوليسو نړيوال سازمان په نړۍ کې د م م په پرتله دوهم لوی سازمان دی چې په ګردې کرې کې د پوليسو چارو د همکاريو، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، د نشه يي توکيو د مخنيوي او د قاچاق سره د مقابلې په برخو کې د نړيوالو جرمونو سره د مقابله کولو لپاره مهم رول لوبولی او لوبوي يې. د ۱۵۸هېوادونو او سيمو او نړيوالو ارګانونو استازو په يادو مراسمو کې ګډون درلود. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغو مراسمو کې وويل، اوسنۍ نړۍ ارامه نه ده، ترهګري، انټرنيټي جرمونه او نړيوال جرمونه لا هم سخت دي او د بشر امنيت ته ګواښ کوي. ده وويل، 

د امنيتي مسئلې په چوکاټ کې د ګډېدو، نړيوال کېدو او متنوع کېدو مسئله ورځ په ورځ سختېږي. امنيتي مسئله د بشريت له راتلونکي او برخليک سره نژدې اړه لري. د سولې او پرمختګ د پياوړتيا بهير دې لومړی امنيت وساتي. که امنيت نه شي ساتلی، سوله او پرمختګ نه شي ساتلی. چين غواړي د بېلا بېلو هېوادونو له حکومتونو، د قوانينو د اجرا کېدو له ارګانونو او نورو نړيوالو سازمانونو سره يو ځای د همکارۍ، نوښت، قانوني کېدو او ګډو ګټو پر بنسټ د پوليسو چارو او امنيت ساتلو په ساحو کې لا ښې همکارۍ وکړي او د بشريت د برخليک د ټولنې د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي د قوانينو د اجرا کولو او امنيت د ساتلو په اړه څلور فقيره ييز وړانديزونه وکړل. هغه وويل، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د کردې کرې د امنيت د ساتلو په هکله ګډ، عمومي، همکاريز او پر له پسې افکار تائيد کړي او د دايمي سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅې وکړي. د نړيوالې ادارې سيسټم دې بشپړ شي او د اجتماعي ادارې سيسټم بايد بشپړ، علمي، دماغي او قانوني شي. د م م عمومي منشي او د سزايي پوليسو د نړيوال سازمان پاليسي دې تطبيق شي او د نړيوالو جرمونو پرضد د مبارزې او د فساد ضد د مبارزې تړونونه دې پلي شي. د مسؤليت او ګټې په اړه سم افکار دې تائيد شي او لوي هېوادونه دې د امنيت او پرمختګ په ساحه کې له پرمختيايي هېوادونو او سيمو سره لا زياتې مرستې وکړي.

نوموړي وويل، چې په تېرو څو کلونو کې د چين حکومت د سوله ييز چين او قانوني چين د بهير د پياوړتيا په پروسه کې د اجتماعي ادارې سيسټم او توان د عصري کېدو لپاره کوښښ کړی دی او کوي يې. ده وويل،

د چين حکومت يوه مهمه موخه دا ده چې خلک په امنيتي او ثابت چاپيريال کې ژوند وکړي. اوسمهال د چين ټولنه منظمه او ارامه ده، خلک ښه او ثابت ژوند کوي. لا زيات خلک په دې نظر دي چې چين په نړۍ کې تر ټولو ډېر امنيتي هېواد دی. دا د نړۍ د امنيت او ثبات د ساتلو لپاره د چين خدمت هم دی. چين د خپل هېواد د چارو د تر سره کولو ترڅنګ خپلې دندې هم پر غاړه اخلي او د قوانينو د اجرا کولو او د نړيوالې امنيتي ادارې په همکاريو کې ګډون کوي. چين غواړي د امنيت د ساتلو په برخه کې له نورو هېوادونو سره خپلې تجربې، هوښيارتيا او قوت شريک کړي.

نوموړي وويل، چې د چين حکومت به په راتلونکو پنځو کلونو کې د سزايي پوليسو د نړيوال سازمان په چوکاټ کې له نړيوالو عملياتو څخه لا زيات ملاتړ وکړي چې په دې نسبت به هر کال دغه سازمان د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي او د نويو ډولو نړيوالو جرمونو ضد د مبارزې په ساحو کې درې ځله عمليات تر سره کړي. هغه وويل،

د بشريت راتلونکی ځلاند دی، خو د ښه راتلونکي ابادي د بشريت ګډو کوښښونو ته اړتيا لري. د سولې او پرمختګ لار هواره نه ده او د بشريت د برخليک ټولنې د جوړولو موخه هم د بېلا بېلو هېوادونو ګډو زيارونو ته اړتيا لري. چين غواړي د دغه سازمان له غړيو هېوادونو، نړيوالو سازمانونو او ارګانونو سره يو ځای د نړيوال امنيت د ادارې او د بشريت د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای