د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د سپتمبر په ۲۶مه نيټه اعلان وکړ چې د شمالي کوريا پر هغو اتو بانکونو او ۲۶ اتباعو يې بنديز لګوي چې د دې هېواد لخوا د لويې پيمانې وژونکو وسلو د پرمختګ په بهير کې يې ګډون کړی او يا له دې بهير څخه يې ملاتړ کړی.
د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د شمالي کوريا ياد اتباع په نورو هېوادونو کې د شمالي کوريا د بانکونو نماينده ګان دي. د بنديز له مخې، په امريکا کې د دغو کسانو شتمنۍ به کنګل شي. د امريکا د ماليې وزير سټيون تيرنر منوچن وويل، امريکا هيله لري چې د دې بنديز له لارې په کوريا ټايووزمه کې د ذروي وسلو د پاکوالي موخه عملي شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |