د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند د دفاع وزيرې نيرماله سيټارامان د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه په نوي ډيلی کې د امريکا له دفاع وزير جامس ماتيس سره خبرې اترې وکړې، او دواړو خواوو څرګنده کړه چې اوس هند او امريکا نوي پړاو ته د خپل منځی ستراتيژيکي دفاعيی همکارۍ اړيکو په ننوتلو بوخت دي.
سيټارامان د خبرو اترو نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د دواړو هېوادونو د دفاع وزيرانو په همدې ورځ د دوه اړخيزې دفاعي همکارۍ د ټينګولو لپاره هراړخيزې خبرې اترې وکړې. هغې زياته کړه، چې موږ په ژور ډول د سيمه ايز حالت او نړيوال تروريزم د زياتوالي په هکله خبرې اترې وکړې او دواړو هېوادونو به د افغانستان مسئلې په اړه خپل منځی همکارۍ ته دوام ورکړي.
جامس ماتيس په خبري ناسته کې د افغانستان د ثبات په اړه د هند د مرستې ستاينه وکړه او ويې ويل چې هند او امريکا به په ګډه د تروريزم ګواښ له منځه يوسي.
جامس ماتيس د سپټمبر په ۲۵ مه نېټه په دوه ورځني سفر نوی ډيلی ته ورسېد. د سفر سره سم، جامس ماتيس به د هند له لومړي وزير نارندرا مودي سره وګوري او د ملي امنيت سلاکار اجيټ دوال سره به هم خبرې اترې وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |