CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-09-27 11:08:51

د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره بنګله دېش ته ولاړه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله، د بنګله دېش د ۱۹ کلنو له ملي لوبډلې سره، د پنځو یو ورځنیو سیالیو په موخه بنګله دېش ته ولاړه.

له بنګله دېش سره د سیالیو لپاره، په لوبډله کې د لوبډلمشر نوین الحق تر څنګ؛ عمران محمدي، نوید عبید، دروېش رسولي، نثار وحدت، قیس حسن، ابراهیم ځدران، مجیب ځدران، یوسف ځاځی، عظمت الله، وفادار مومند، اکرام علي‌خېل، رحمان الله ګوربز، پروېز ملکزی، طارق ستانکزی او شمس کړوخېل ګډون لري.

یادې لوبې د سپټمبر په ۲۸ نېټه پیلېږي او د اکتوبر په ۶ مه پای ته رسېږي. لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۲۸ مه، دویمه د همدې میاشتې په ۳۰ مه، درېیمه هغه یې د اکتوبر په ۲مه، څلورمه یې د همدې میاشتې په ۴مه اووروستۍ سیالي به د اکتوبر په شپږمه تر سره شي.

د دغو سیالیو موخه د ۱۹ کلنو د آسیا کپ او نړیوال کپ لپاره تیاري ده. د یادونې وړه ده، چې د ۱۹ کلنو آسیا کپ سیالۍ د روان کال په نومبر کې، په مالیزیا کې او نړیوال کپ د راتلونکي ۲۰۱۸ میلادي کال، د جنوري له ۶مې تر ۲۶مې په نیوزلنډ کې تر سره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او الکوزی شرکت مسئولینو بهرني لوبغاړي او میلمانه د افغاني دود سره سم رخصت کړل

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او د الکوزي شرکت مسئولینو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د تیرې جمعې په ماښام په کابل سرینا هوټل کې جوړ شوي وو له هغو بهرنیو لوبغاړو، روزنکو، لوبڅارانو او مبصرینو چې افغانستان ته د شپږیزه کرکټ لیګ په موخه راغلي وو، مننه وکړه او د هغوئ سره یې د ځانکړېو افغاني ډالیو په ورکولو مخه ښه وکړه.

د یادولو وړ ده چې د الکوزی کولا شپږیزه کرکټ لیګ پنځم پړاو سیالیو د اتلولۍ جام پراګان بند امیر لوبډلې پورته کړ

اېنوېکټس: افغان لوبډله له فرانسې سره سیالي کوي

د افغانستان لوبډله به سبا له فرانسې او برتانیا سره لوبه وکړي.

د اېنوېکټس لوبې جګړه کې د زیانمنو شویو او معلولو شویو سرتېرو له خوا ترسره کېږي، د نړۍ له ۱۷ هېوادونو لوبغاړو پکې په ۱۲ ورزشي برخو کې ګډون کړی.

لوبې پرون د کاناډا ټورنټو هوايي مرکز کې پیل شوې او ۵۵۰ کسان پکې برخه لري.

په دغو لوبو کې د افغانستان په ناستې والیبال لوبډله هم ګډون لري او د سپټمبر تر پایه به دوام وکړي.

د دغو لوبو بنسټ د برتانیا د ملکي لمسي شهزاده هري ایښی چې پخپله هم په پوځ کې دی او په افغانستان کې یې د هليکوپټر پیلوټ دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان په ناستې والیبال لوبډله چې ډېری د پوځ معلول سرتېري دي، سبا د فرانسې او برتانیا پر وړاندې لوبه کوي.

پرانیستې مراسمو کې شهزاده هري په خپله وینا کې وویل، دی غواړي نړیوال له هغو کسانو الهام واخلي چې "یونیفورم اغوندي."

شهزاده هري له افغان لوبغاړو سره له نژدې وکتل.

ده وویل لا هم پر دې کار کوي چې په جګړه کې د هغو قربانیو په اړه چې سرتېري یې ورکوي د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

د اېنوېکټس (Invictus)لوبې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې په لندن او بیا په ۲۰۱۶ کې د امریکا په فلوریډا کې ترسره شوې. ټاکل شوې ده ددغو لوبو بل دور په ۲۰۱۸ کال کې د استرالیا په سډني ښار کې ترسره شي.

په دغو لوبو کې د افغانستان، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، استونیا، فرانسې، جورجیا، جرمني، عراق، ایټالیا، اردن، هالنډ، رومانیا، اوکراین، برتانیا او امریکا لوبغاړو ګډون کړی دی.

د لوبو ګډونوالو ته یا په جګړه کې زیان رسېدلی او معلول شوي او یا یې له رواني پلوه کلکه ضربه خوړلې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای