د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق حکومت د سپتمبر په ۲۶مه نيټه خبرداری ورکړ چې د کوردانو خپلواکه سيمه بايد تر دريو ورځو پورې د دې سيمې د نړيوالو هوايي ډګرونو د ادارې حق مرکزي حکومت ته ورکړي. که نه، مرکزي حکومت به د دې سيمې نړيوالې الوتنې بندې کړي.
د عراق د لومړي وزير هايدر العبادي په مشرۍ کابينې په همدې ورځ د کوردانو خپلواکې سيمې د خپلواکۍ ټولپوښتنې په هکله يوه غونډه ترسره کړه. العبادي تر غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، د کوردانو خپلواکې سيمې مشرتابه د بېلا بېلو خواوو له مخالفت سره سره د سپتمبر په ۲۵مه نيټه د خپلواکۍ ټولپوښتنه ترسره کړه، مرکزي حکومت به د ټولپوښتنې نتيجه و نه مني.
د مالوماتو له مخې، که د عراق مرکزي حکومت غوښتنه پوره نه شي، نو حکومت به د سپتمبر د ۲۹مې نيټې د مازديګر په شپږو بجو د کوردانو سيمې نړيوالې الوتنې بندې کړي. د بشردوستي مرستندويه الوتنې او نورې بېړنۍ الوتنې به تر دې حکم لاندې نه وي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |