CRI Online

په تېرو پنځو کلونو کې د چين د پرمختګ په اړه لوی نندارتون عامو خلکو ته پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-09-27 14:53:57

د سپتمبر په ۲۶مه نېټه، په تېرو پنځو کلونو کې د چين د پرمختګ په اړه لوی نندارتون په بېجينګ کې عامو خلکو ته پرانيستل شو.

نندارچيان د خپل ګرځنده تلېفون له لارې د کوچني روبټ د چلولو په حال کې دي.

يو نندارچی د وي ار تخنيک له سامان څخه د استفادې په حال کې دی. دغه سامان د چانګ جنګ دوهم نمبر په نوم د ليږدونکي توغندي د بېلا بېلو برخو د يوځايښت، ټرانسپورت او توغونې ټول بهير په واقعي ډول ښکاره کولی شي.

نندارچيان له ماشيني سړي سره د خبرو په حال کې دي.

يو نندارچی د بې دو په نوم د لارښوونکي سيستم په کارولو سره د موټر چلولو په لوبه کې دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای