CRI Online

نړيوال اقتصادي فورم: اصلاحات، نوښت او بااستعداده کسان د سيالۍ پياوړتيا نوی مهم برخونه دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-27 15:58:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال اقتصادي فورم د سپټمبر په ۲۷ مه نېټه يو راپور خپور کړ چې نوم يې له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د نړيوالې سيالۍ توان راپور دی. په دې راپور کې ليکل شوي چې د نړيوال پولي بحران له پېښدو ۱۰ کاله وروسته،د توليدي موثريت ورو والی لا هم د نړيوال اقتصاد د ترينګلتيا سبب دی او بېلابېل هېوادونه بايد د کاري ځواک د کارولو او ساتلو لپاره کوښښ وکړي او د نوښتونو پايلو ښه استعمال پرمخ بوزي.

په دې راپور کې دا هم ليکل شوي چې د بااستعداده کسانو او د نوښتونو د ښه استعمال وړتيا په راتلونکي وخت کې د اقتصادي ټولنو د پياوړتيا لپاره هم مهم رول لري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای