CRI Online

د هڅو او مبارزو پنځو کلونو په نوم نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-09-27 16:34:19

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې عمومي غونډې د هرکلي په موخه د هڅواو مبارزو پنځو کالو په نوم نندارتون د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د بيجينګ د نندارتون په تالار کې پرانيستل شو. په دغه نندارتون کې د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې عمومي غونډې راهيسي د سياست، اقتصاد، کولتور، ټولنې،ايکلوژيکي تمدن او دپلوماسۍ په شمول لسو برخو کې د کمونېست ګوند او د هېواد د پرمختګ تاريخي بدلونونو او لاس ته راوړنو په هکله محتويات خلکو ته ښودل کيږي.

نندارتون د پرانيستې په لومړې ورځ زيات شميرنندارچيان راجلب کړی دی. د خلکو په مرکزيت خلکو ته د لا زياتو ګټو رسولو تر عنوان لاندې په ښودنه کې د بيجينګ د ساينس او تخنيکونو پوهنتون زده کوونکې جانګ لي چين د يو زيراک انټرنيټي درسي سيستم ستاينه وکړه چې له مخې يې د بيجينګ د يوې غښتلې ابتدائي ښوونځي او د شينجيانګ او يون نان په سيمو کې د ابتدائي ښوونځيو تر منځ اړيکې جوړوي او په ليري ځايونو کې ماشومان د بيجينګ د ښوونې سرچينې شريکولی شي. زده کوونکې جانګ لي چين وويل چې په تيرو پنځو کلونو کې د انټرنيټ د چټکې پرمختيا سره سره يې د ليري فاصيلې د ښوونې له سيستم څخه ګټې اخيستې ده. (اواز)

اوسمهال يو ستر بدلون دا دی چې د انټرنيټ له لارې د ښوونې سيستم له لارې د ښوونې زياتې ستونزې حل شوی دی. زه د بيجينګ په اطراف کې اوسيږم او د انټرنيټ له لارې د غښتلو ښوونکو درسونه اورم.

د روغتيايي چين د ابادۍ په ښودنه کې تقاعد شوی ښوونکي بای شوي ګوانګ وويل اوس د ده تر ډېرې پاملرنې لاندې چارې درملنه ده او په دې ډېر خوښ دی چې په تيرو پنځو کلونو کې د ده د درملنې لګښت د درملنې د تګلارو له امله په پرله پسي ډول کم شوی.(اواز)

اوس موږ ټول د درملنې ټولنيزې بيمې لرو چې کهد درملنې لپاره يو زره يوان لګول شوی او وروسته د بيمې له لارې دغه پيسي بير ته ورکول کيږي او يوازی پنځه سلنه برخه په خپله لګول کيږي، نو د درملنې په چارو کې مې زياتې ګټې تر لاسه کړی دی.

په تيرو پنځو کلونو کې د ښوونې، درملنې نه پر ته د خلکو د عايداتو د زياتوالي، د بي زولۍ د له منځه وړلو ، د کارونو او د کورونو د ضمانت په شمول زياتو برخو کې د خلکو په ژوند کې زياتې لاس ته راوړنې تر لاسه شوې دي. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د ټولنيزو چارو ادارې مشر ګونګ جن جی وويل(اواز)

د ښوونې په برخه کې په هغو خلکو کې چې عمر يې له پنځلسو کلونو نه زيات دی، د ښوونې د منلو وخت په منځني توګه څه دپاسه نهو کلونو ته رسيدلی چې د ښوونې د پرمختګ عمومي سويه د نړۍ له منځني سويې څخه اوښتی ده. د خلکو د عايداتو په برخه کې د اوسيدونکو د معاشونو د زياتوالي اندازه په سلو کې ۴۳اعشاريه پنځه سلنه زياته شوې ده. د درملنې په چارو کې د درملنې سرچينې د پخوا په پرتله زياتې شوې او د خلکو منځني اوسط څه دپاسه ۷۶ کلنۍ ته رسيدلی.

زيات شمير بهرنيانو هم دغه نندارتون سيل کړی. کاناډايي لوک چې په شانګهای کې کار کوي، د دپلوماسۍ په ښوودنه کې د چين د خيال په هکله وويل(اواز)

همدااوس ما د چين خيال لوستلی چې د شي جين پينګ لخوا وړاندی شوی، زما په اند دغه خيال د ټولو نړيوالو خيال دی، سولې، نيکمرغې او همکارۍ دي.

په نندارتون کې د خلکو لپاره د خبرو ثبتولو يو ماشين شته چې خلک د دې ماشين له لارې د هېواد د پرمختګ په اړه د وياړ احساسات څرګندولی شي. (اواز)

په وروستيو کلونو کې چين ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، په دې هکله زه ډېر وياړم او هيله لرم چې زما وطن به لا نور سمسور وي.

نن ما وليدلی چې زما په وطن کې ساينس او تخنيکونه او د خلکو ژوند ټول د ښه پرمختګ په حال کې دي، زه ډېر وياړم او په راتلونکې کې به د هېواد د ابادۍ لپاره کوښښ وکړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای