CRI Online

د امريکا د دفاع وزير او د ناټو سرمنشي افغانستان ته ناڅاپه سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-09-28 09:34:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزير جمز مټيس او د ناټو سرمنشي جنس سټولتنبيرګ د سپتمبر په ۲۷مه نيټه افغانستان ته ناڅاپه سفر وکړ.

مټيس او سټولتنبيرګ په افغانستان کې د ناټو د ايتلافي پوځ له مقر څخه تر ليدنې وروسته په ګډه د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره خبرې اترې وکړې. ور پسې په يوه خبري ناسته کې مټيس وويل، افغانستان ته د امريکا د نورو ليږدونکو سرتيريو شمېر نه دی تصديق شوی، خو امريکا به په دوامداره توګه د افغانستان امنيتي پوځ ته لا زياتې مشورې او ګټې ورکړي.

سټولتنبيرګ وويل، ناټو به هر کال افغان پوځ ته يو مليارډ امريکايي ډالره برابر کړي چې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په هکله ورسره مرسته وکړي.

ولسمشر غني په دې خبري ناسته کې هيله څرګنده کړه چې ناټو به د افغانستان پر وړاندې د امريکا د نوې ستراتيژې په هکله به فعال ځواب وښيي.

په همدې ورځ کابل ته د ماټيس او سټولتنبيرګ تر رسېدو څو ساعتو وروسته، د کابل د نړيوال هوايي ډګر دروازې ته نږدې د راکټ بريد وشو چې له امله يې يو تن مړ او يوولس تنه نور ټپيان شوي دي. طالبانو د دې بريد پړه منلې او ويلي يې دي چې د بريد موخه يې د امريکا د دفاع وزير مټيس و.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۲۱مه نيټه د افغانستان په وړاندې نوې ستراتيژي خپره کړه چې له مخې به يې امريکا له افغانستان څخه خپل پوځ و نه باسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای