د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپتمبر په ۲۶مه نيټه د م م د بشري حقوقو شورا عادي مباحثوي غونډه ترسره شوه. ګډون کوونکو د دربن اعلاميې او عملي پروګرام د تطبيق حالاتو په هکله بحثونه وکړل.
د چين استازي وويل، د دربن اعلاميه د نژادپرستۍ، نژاد سپکوي او اړوندو کړو وړو د ځپلو په هکله د نړيوالې ټولنې تړاوييز سند ګڼل کېږي.
د مصر استازي د عربي هېوادونو په استازيتوب پر دې ټينګار وکړ چې د نژادپرستي او نژادسپکوي په شمول د کړو وړو د ځپلو لپاره بايد دغه شان کړه وړه جرمونه وګڼل شي.
د ايسونيا استازي د اروپايي ټولنې په استازيتوب وويل، نړيواله ټولنه بايد په پوره توګه همغږي وکړي چې د مهاجرينو او کډوالو د سپکوي او دښمن لمسوونکي کړه وړه وځپي. اروپايي ټولنه غواړي د دې لپاره له نورو خواوو سره تبادلې وکړي.
په دې مباحثوي غونډه کې ګډون کوونکو په ګډه غوښتنه وکړه چې نړيواله ټولنه بايد د دربن اعلاميې او پروګرام مراعات او تطبيق وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |