د چين نړيولې راډيو د خبر له مخې،د روسيې ولسمشر پوټين د سپټمبر په ۲۷ مه نېټه د ويډيويې کنفرانس له لارې په ادمورت جمهوريت کې د کيمياوي وسلو فابريکې ته د وروستيو کيمياوي وسلو د له منځه وړلو لپاره هدايت ورکړ چې له مخې يې د روسيې ټولې کيمياوي وسلې په پوره ډول له منځه يوړل شوي.
پوټين په همدې ورځ د کيمياوي وسلو له منځه له وړلو نه وروسته وويل، چې د شوراوي اتحاديې راپدېخوا روسيې ګڼ شمېر کيمياوي وسلې درلودې. اوس روسيې ټولې کيمياوي وسلې له منځه يووړلې او د کيمياوي وسلو د ممنوعيت په تړون کې يې خپله عمده دنده تر سره کړه او دا هم د نړيوال امنيت لپاره مهم رول لري.
د کيمياوي وسلو ممنوعيت سازمان په يوه اعلاميه کې ويلي چې د روسيې وروستۍ کيمياوي وسلې د ادمورت جمهوريت په فابريکه کې له منځه يوړلې. له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې، روسيې ۶ نورو تاسيساتو کې هم په جلا جلا توګه کيمياوي وسلې له منځه وړلې دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |