د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزير ماټيس د سپتمبر له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې له هند څخه ليدنه وکړه او د دغه هېواد له چارواکو سره يې د ترهګرۍ پر ضد ځينو مسئلو په اړه سلامشوره وکړه.
ماتيس د هند له صدراعظم نارندرا مودي، د دفاع وزيرې سيتارامان او د دې هېواد له نورو لوړ پوړو چارواکو سره په جلا جلا توګه خبرې اترې وکړې.
هند په رسمي اعلاميه کې څرګنده کړه چې ماتيس له مودي سره د ګډې علاقې وړ د سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو په باب د نظريو تبادله وکړه. په دې اعلاميه کې د خبرو اترو تفصيلات نه دی ورکړل شوي.
ماتيس له دې وروسته چې سيتارامان سره خبرې اترې وکړې، په يوه خپره شوې اعلاميه کې وويل، چې امريکا او هند د ترهګرۍ ضد په برخه کې همکارۍ مومي او امريکا هم له هند څخه مننه کوي چې د افغانستان د وضعيت د ارام کېدو لپاره هڅه کوي.
سيتارامان څرګنده کړه چې هند به افغانستان ته ځواکونه و نه ليږي او افغانستان کې د امريکا په پوځي فعاليتونو کې به ګډون و نه کړي. هغې وويل چې هند به د افغانستان د ټولنيز پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |