د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ټايلند سترې محکمې د سپتمبر په ۲۷مه نيټه د پخوانۍ لومړۍ وزيرې ينګلوک شينوترا د نه حاضرېدو په حال کې د دې په اړه قضيه محکوممخته يوړه چې له مخې يې ينګلوک له دندې څخه ناوړه ګټه پورته کړې او په پنځه کلن بند يې محکومه کړه.
د ټايلند د اساسي قانون له مخې، د سترې محکمې لخوا د سياستوالو د قضيې تر حکم وروسته، که تورن د دې محکمې حکم و نه مني، نو په دېرشو ورځو کې د سترې محکمې اړوندې ادارې ته د مرافعې غوښتنه کولای شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |