CRI Online

د سوريې کورديش ديموکراتيک اتحاد ګوند وايي چې له وطن څخه نه بېليږي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-28 15:45:06

د سوريې رسنيو د خبر له مخې، د سوريې کورديش ديموکراتيک اتحاد ګوند څرګنده کړه چې له وطن څخه بيلتون نه کړي.

د سوريې رسنيو په همدې ورځ د کورديش ديموکراتيک اتحاد ګوند د مشر صالح مسلم له خولې وويل چې د سوريې کوردونو له وطن څخه هيڅ بيلتون نه دی غوښتی. کورديش ديموکراتيک اتحاد ګوند غواړي چې په سوريې کې فدرالی نظام پلی او د دې په هکله د سوريې حکومت سره خبرې اترې وکړي.

په دې خبر کې دا هم ليکل شوي چې مسلم د سوريې د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير واليد المعلم په وروستيو ورځو کې د کورديش په هکله د کردانو د ياد ګوند خبرو اترو سره موافقه وکړه او فکر کوي چې خبرې مثبته مانا لري.

د سوريې کورديش ديموکراتيک اتحاد ګوند تېر کال په مارچ مياشت کې په يو اړخيز ډول اعلان وکړ چې د سوريې په شمالي برخه کې خپلواکه فدرالي سيمه جوړ وي، خو د سوريې د حکومت له خوا ويره مخالفت شوو.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای