د ايراني رسنيو د خبر له مخې،د ايران د وسله والو قواوو لوی درستيز محمد حسين باغيري د سپټمبر په ۲۷ مه نېټه د عراق حکومت له پوځي پلاوي سره خبرې اترې وکړې، دواړو د دوه اړخيزې نظامي همکارۍ د پياوړتيا په اړه موافقه وکړه او په دې سلا شوي چې د عراق په کوردستان کې له تر سره شويو ټولپوښتنو سره مقابله وکړي.
د ايران تسنيم اژانس د خبر له مخې، د عراق د حکومت پوځ د لوی درستيز په مشر پلاوی په همدې ورځ تهران ته رسيد. باغيري په خبرو اترو کې څرګنده کړه چې ايران د عراق د کورني ثبات له اعادې څخه ملاتړ کوي او ايران به يوازي يو بشپړ عراق وپېژني.
د عراق د کوردستان سيمې د سپټمبر په ۲۵ مه نېټه د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه تر سره کړه، د عراق حکومت ، ترکيې او ايران د دې په اړه سخت مخالفت ښودلی دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |