د سپتمبر په ۲۷ نېټه د ترکيې رسنيو د خبر له مخې، د ترکيې د هوايي پوځ جنګي الوتکو په همدې ورځ کې د عراق د کردستان د کارګرانو ګوند پر وسله والو هدفونو بريدونه وکړل چې له امله يې ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.
د کردستان کارګرانو ګوند، چې په ۱۹۷۹ کال کې جوړ شوی دی، غواړي چې د ځواک په وسيله د ترکيې او عراق، ايران او سوريې ترمنځ د مېشتو کردانو په سيمه کې يو خپلواک هېواد ولري چې له دې امله د ترکيې حکومت لخوا ترهګريز سازمان بلل شوی دی.
د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه د عراق په کردستان خپلواکه سيمه کې د خپلواکه ټولپوښتنه تر سره شوه. عراق، ترکيې، ايران او سوريې ورسره کلک مخالفت وښوده. ځکه چې هغوی په دې اړه اندېښمن دي چې د ټولپوښتنې نتيجه به د دې هېواد پر امنيت او د خاورو پر تماميت اغېز ولري.
د ترکيې او عراق وسله وال پوځ په ۲۶ نېټه د ترکيې د سيرناک ولايت په سيلوپي سيمه کې، چې د ترکيې او عراق ترمنځ په پولو کې واقع دی، ګډ پوځي تمرينونه وکړل. دا نه ده څرګنده کړې چې ياد تمرينونه به تر کومې مودې دوام ولري.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |