CRI Online

د پاکستان ديپلومات: چين به د اسيا د زمانې لارښوونکی وي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-28 17:55:08


څو ورځې مخکې د چين نړيوالې راډيو خبريالې په المان کې د پاکستان له پخواني سفير سيد حسن جاويد سره مرکه وکړه. نوموړی د چينايانو د نرم ځواک د کوډ په نوم د کتاب ليکوال هم دی. نوموړي په خپلو خبرو کې د چين د تېرو پنځو کلونو پرمختګ او بدلونونه ياد کړل.

له ګاونډيو سره ښه ګاونډيتوب او ملګرتيا تل د چين ديپلوماتيکه پاليسي ده. د لومړي لوی پرمختيايي هېواد په توګه، چين د سوله ييز پرمختګ فرصت ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې له ګاونډيو هېوادونو سره يو ځای همغږي او آرام چاپيريال وساتي او نور هم اباد کړي. جاويد وويل، چې په تاريخي لحاظ چينايانو ډېر مخکې د ښه ګاونډيتوب ارزښت پېژندلی و. هغه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې ته لوړه قدرداني ورکړه او و يې ويل، چې چين له ګاونډيو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ او سمسورتيا د موندلو په هڅه کې دی.

(( په تېرو پنځو کلونو کې د چين ديپلوماتيکو تګلارو د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي، په تيره بيا د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه د ګډو ګټو پر بنسټ او د سيمه ييزې سولې، امنيت او پرمختګ لپاره ګټوره ده. چين پر ښه ګاونډيتوب ټينګار کړی او کوي يې، چين په دې نظر دی چې د ګاونډيو هېوادونو سمسورتيا د چين د پرمختګ له ګټو سره سمون خوري. داسې مالوميږي چې د چين او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اړيکې به په راتلونکو څو کلونو کې لا ټينګې شي، د اسيا زمانه به رسيږي او چين به د اسيايي زمانې لارښوونکی وي.))

له لويو هېوادونو سره اړيکې د چين په ديپلوماتيکو چارو کې مهم لوری دی. په دې هکله جاويد وويل، چې د چين مشرانو له بهرنيو مشرانو سره د ډول ډول دوه اړخيز تګ راتګ او خبرو اترو له لارې ګټورې کاري اړيکې او شخصي دوستۍ ټينګې کړی، د بېلا بېلو برخو همکاري به د چين او نورو عمده هېوادونو ترمنځ ارتباط لا ټينګ کړي.

(( زما په اند د چين او اروپا، روسيې ترمنځ اړيکې د ټينګېدو په حال کې دي. مثلا د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو تګ راتګ پيل شوی. د چين د ګړندي پرمختګ په هکله ټول خوشحاله دي،ځکه د چين ديپلوماتيکې تګلارې د ګډو ګټو پر بنسټ دي، دغه ډول ديپلوماتيکې تګلارې په ټولې نړۍ کې د لا زياتو هېوادونو له خوا د هرکلي ګرځي. اروپا او روسيه د چين د ديپلوماتيکو تګلارو ستاينه کوي، د دې تر څنګ د امريکا او چين ترمنځ اړيکې په ښه لور روانې دي. ))

جاويد وويل، چې د نړيوالې ادارې په اړه د چين نظريې په نړۍ کې د لا زياتو هېوادونو له خوا منل کيږي، په تيره بيا د پرمختيايي هېوادونو لپاره د هرکلي وړ دي.

(( د پرمختيايي هېوادونو په وړاندې د بنسټيزو تاسيساتو، انرژۍ او ښوونيزو مسئلو په اړه چين تل ژوره پېژندنه لري. د پاکستان په شمول زيات پرمختيايي هېوادونه اوږه په اوږه ورسره ولاړ دي، د افريقا، اسيا او لاټيني امريکا پرمختيايي هېوادونه د چين د ګړندي پرمختګ په مناسبت خوشحال دي او ترې يې ګټې اخيستې، پاکستان يې يوه بېلګه ده. ))

چين په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو پر بنسټ د زمانې د ځانګړيتا او حالاتو سره سم د امنيت نوې نظريې، د پرمختګ نوې نظريې او د دندو او ګټو مناسبې نظريې وړاندې کړي، د انسانانو برخليک د ګډې ټولنې د جوړونې په اړه د چين افکار هم د م م د عمومي اسامبلې په پريکړه ليک کې شامل شوي. جاويد له تېرو پنځو کلونو راهيسې د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره د چين د خدمتونو ستاينه وکړه.

(( چين د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د جوړونې مشري او د ورېښو لارې صندوق جوړ کړی او د نوي عادلانه نړيوال سيستم د ابادۍ لپاره يې هڅې کړي. چين د زياتو پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب غږونه پورته کړي او له پرمختيايي هېوادونو سره يې مرستې کړي. چين د سولې پلوی هېواد دی او په تاريخ کې لومړی هېواد دی چې د جګړې له لارې نه، بلکې په سوله ييز ډول اوچت شوی دی.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای