CRI Online

هانګ کانګ د نړۍ تر ټولو ازاد اقتصادي ګروپ ګڼل کیږي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-29 09:18:58
هانګ کانګ د نړۍ تر ټولو ازاد اقتصادي ګروپ ګڼل کیږي

د کانادا Fraser Institute د اقتصادي ازادۍ په خپل تازه راپور کې یو ځل بیا هانګ کانګ ترټولو ازاد اقتصادي ګروپ بللی دی او د هانګ کانګ حکومت د دې راپور هرکلی څرګند کړی دی.

د هانګ کانګ حکومت ویاند د روانې میاشتې په ۲۸ نیټه وویل چې د دغه انستیتیوټ له خوا د هانګ کانګ د لوړې ستاینې نه د اقتصادي ازادۍ او ښه تجارتي چاپیریال د ساتنې په برخه کې د هانګ کانګ هلې څلې څرګندې شوي دي. د سختې سیالۍ په نړیوال چاپیریال کې د هانګ کانګ حکومت په ټینګه د ازاد اقتصاد له اصل څخه ملاتړ کوي چې د هانګ کانګ د سیالۍ توان لپاره هم ګټور دی.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای