د روانې میاشتې په ۲۵ نیټه د عراق کردي سیمې په خودسرانه توګه د خپلواکۍ ټولپوښتنه ترسره کړه. د عراق مرکزي حکومت، ترکیې او ایران په جلا جلا توګه د دې ټولپوښتنې پر وړاندی مخالف تدبیرونه نیولي دي. دغه راز ملګرو ملتونو امریکا او روسیې په ګډون ځینو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو هم خپل مخالفت څرګند کړی او د عراق له یووالي څخه یې خپل ملاتړ ښودلی دی.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي په ۲۷ نیټه وویل چې که کردي سیمه غواړي له بغداد سره خبرې وکړي، نو باید د ریفرندوم نتیجه رد کړي او د اساسي قانون په چوکاټ کې دې ګډون وکړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |