CRI Online

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې چې له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۱۶ کسان ټپيان شوی دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-29 11:25:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند د سپټمبر د ۲۸ مې نېټې په ماښام کې تاييد کړه چې په پلازمينه کابل کې په همدې ورځ د پوليسو پر يو موټر چاودنه شوې چې له امله يې ۳ کسان مړه شوي او ۱۶ کسان ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه د ماښام په ۶ بجو ۳۰ دقيقو کابل ښار کې رامنځته شوې. يو بم د پوليسو په موټر کې ځای پر ځای شوی و. کله چې چاودنه پېښېدلې، د پوليسو موټر د کابل په ښاري سيمه کې ولاړ و. د دې چاودنې له امله ۲ پوليس او يو ملکي کس وژل شوی او ۲ پوليس او ۱۴ ملکي وګړي نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای