د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپتمبر په ۲۸ نېټه، دATR72-600 ډول ۲ مسافروړونکې الوتکې د تهران هېوادني ډګر ته ورسېدې او د ايران هوايي شرکت ته وسپارلې.
ايران دغې ۲ الوتکې د فرانسې او ايټاليا په ګډو پانګود الوتکې جوړولو له شرکت څخه اخيستې دي. د ATR په نوم الوتکې يو ډول کوچنۍ مسافروړونکې الوتکه ده چې ۷۴ کسان ليږدولی شي. دا دواړه الوتکې به د ايران په کور دننه کې د لنډ مزل لپاره استعمال شي.
د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون په پلي کېدلو او د ايران پر وړاندې د بنديزونو په لېرې کېدو سره د ايران هوايي شرکت د Airbus يو سوه الوتکو، د بوينګ اتيا الوتکو او شل ATR الوتکو د اخيستلو تړونونه لاسليک کړل. تر اوسه پورې د ايران Airbus درې الوتکې او شپږ ATR72-600 ډول الوتکې تر لاسه کړې دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |