CRI Online

اروپايي ټولنې پر انټرنټ له ناقانونه محتوياتوسره د مبارزې په اړه لارښوونکي وړانديزونه وړاندې کړل.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-29 16:26:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې کميسيون دسپټمبر په ۲۸ مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه،چې پکې پر انټرنټ له ناقانونه محتوياتوسره د مبارزې په اړه لارښوونکي وړانديزونه وړاندې کړل، تر څو د انټرنټي ډګر د دښمنۍ پارولو، زور زياتي او ترهګرۍ په اړه د محتوياتو څارونه، مخيوس او لېر کولای شي.

د اروپايي ټولنې کميسيون په دغه اعلاميه کې څرګنده کړې چې د ترهګرۍ ، زور زياتي ، نژاد پرستۍ په شمول د اړوندو محتوياتو په زياتېدو سره د انټرنټې ډګر بايد ټولنيز مسوليت پياوړی کړي او د ناقانونه محتوياتو لېرې کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د اروپايي ټولنې کميسيون به په راتلونکيو څو مياشتونو کې په دې برخه کې د انټرنيټې ډګر پر پرمختيايي حالت وګوري او ارزيابي به يې کړي چې ايا د قانون جوړولو په شمول د نورو ترتيبانو نيولو لپاره اړتيا ولري او که نه؟

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای